په ننګرهار پوهنتون کې دماسټرۍ زده کړې پيل شوې
صیام الدین پسرلی صیام الدین پسرلی

 

په ننګرهار پوهنتون کې د لومړي ځل لپاره د حقوقو او سیاسي علومو په برخه کې د ماسټري پروګرام پرانستل شو.

تر کابل وروسته په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره په ننګرهار پوهنتون کې د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي محصلیونو لپاره د ماسټرۍ پروګرام په  ۲۰۱۳م  کال د اکتوبر میاشتتي په دویمه د چار شنبې په ورځ سهار ۹ بجي په شاهي ماڼۍ کې پرانستل شو.

په دغه پرانیست غونډه کې د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي سلګونه تنو محصلینو، استادانو، دولتي او غیري دولتي چارواکو ګډون درلود.

په غونډه کې د ننګرهار سرپرست والي محمد حنیف ګردیوال، د ننګرهار پوهنتون ریس دوکتور محمدصابر مومند،  د ولایتي شورا ځينو غړیو، د ننګرهار پوهنتون استادانو او د اریانا خصوصي پوهنتون ریس ویناوې وکړې.

د ننګرهار پوهنتون ریس دوکتور محمدصابر مومند  د ننګرهار پوهنتون په اړه معلومات وړاندې کړل، دخپلو خبرو په یوه برخه کې یې وویل: «ننګرهار پوهنتون ۱۳ پوهنځي لري، مختلف کومېټې، مجهز کتابتون، د ۱۰۰۰ تنو لپاره لیله، د انټرنیټ سهولتونه، ټریننګونه، د ننګرهار پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د ماسټري دوه پروګرامونه ، چې یو یې د اسلامي تعلیماتو په برخه کې دی منظور او په کال ۱۳۹۳ کې يې د لومړۍ دوري فارغان ټولنې ته وړاندې کړي، دوهمه برنامه یې د فقهي او قانون په هکله ده چې د تاسیس فیصله یې هم شوي چې ډېر ژر به پیل شي.  دا دی له نېکه مرغه د حقوقو په برخه کې هم د ماسټرۍ پروګرام پیل شو. د ژبو او ادبیاتو په پوهنځي کې د ماسټرۍ پروګرام او د شرعیاتو پوهنځي لپاره د دوکتورا یا PHD پروګرام د پیل لپاره اسنادونه لوړو زده کړو وزارت مقام ته وړاندې شوي دي». 

د ننګرهار سرپرست والي محمد حنیف ګردیوال ددې پروګرام د جوړېدا مبارکي ټولو ننګرهاریانو ته وویله ده زیاته کړه« درنو دوستانو د افغانستان مرکزي حکومت په مجموعه کې ټول افغانان په دې هڅه کې دي، چې علمي ډګرونه تازه وي او ټول ځوانان په علمي ګاڼه سمبال شي، زموږ او ستاسو په شان  نور ځوانان ټوپک په لاس لري او جنګیږي، علت یې دادی چې دوی نه پوهیږي. موږ باید کتاب او قلم په لاس واخلو او د افغانستان د امن او سولي لپاره کار وکړو».

د ننګرهارپوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي ریس پوهندوي نقیب الله ثاقب وویل: «ډېر د خوشالۍ ځای دی، چې د حقوقو او سیاسي علومو په برخه د لومړي ځل لپاره په ننګرهار پوهنتون کې د ماسټري پروګرام پیلیږي. د ماسټري  پروګرام لومړي دوره استادانو ته مختص شوې. له دویمي دورې وروسته به  د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي محصلینو ته هم برخه ورکول کیږي.)

د ننګرهار پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي مشر استاد منګل شېرزاد د ننګرهار پوهنتون پر ضرورتونو او ستونزو خبرې وکړي او د ولایت له  مقام څخه يې غوښتنه وکړه چې موږ سره دې ډېرې وعدې ونه کړي، موږ سره لږې وعدې وکړئ خو چې عملي جنبه ولري.

د یادونې وړ ده چې څو ورځي وړاندې د یاد پوهنځي له خوا د لومړي کال محصلینو د ښه راغلاست او د پوهنځي په هکله د معلوماتو ورکولو په موخه یوه لویه غونډه هم رابلل شوي وه.

 






October 12th, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
بیانات، پیامها و گزارشها